
بویاسر بـــــرخه: درس القرآن كـــتني: 24
قال الله تعالی : وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ (145) آل عمران
ژباړه : هیڅ یوتن به دالله تعالی داذن پرته ونه مري ، مګر په وخت ټاکلې ،نوڅوک چې په خپلو اعمالو سره ددنیا بدله غواړ ي موږ به یې ځیني ورکړو ، اوکه څوک په خپلو اعمالو سره د آخرت بدله غواړي موږ به یې ځیني ورکړو ، اوډیرژر به شاکرینو ته دخپلو اعمالو بدلي ورکړو .
لنډتفسیر : له دې آیة څخه په وړاندي بل آية کې لوی خدای جل جلاله مؤمنانو ته خطاب کړی : که څوک دکفارو په عارضي غلبه سره دکفارو لوري ته دمنافقانو په څیر وروګرزي ، یایې دهغوئ لوری ته میلان وي ،اسلام پریږدي یا ورځينې بي رغبته شې ،نوپه دې سره به لوی خدای ج ته هیڅ ضرر ونه رسوي ،بلکه دایې دخپل ځان لپاره لوی تاوان دی ،
په دې آية کې لوی خدای جل جلاله فرمایې : هیځ یوتن به دالله تعالی داذن اوقضاء پرته ونه مري ،بلکه هرتن ته لوی خدای جل جلاله دمرګ لپاره خپل وخت ټاکلی ، مرګ له خپل وخت څخه وړاندي یاوروسته نشې راتلای ،اونه دجهادپه ترک یاله جهاد څخه په تېښته څوک له مرګ څخه خلاصيدلی شې .
که څوک په خپل عمل یواځې ددنیاګټه غواړي موږ به یې ورکړو ، [دبیلګي په ډول که څوک دخپلو مسلمانو وروڼو په خلاف دحربي کفارو لمن ونیسې ،اودڅوروفو په تمه دخپل دین ،وطن ،اوناموس هیڅ پروا ونه کړي ،نولوی خدای [ج ]به دغه غلامي ورپه نصیب کړي ] خو دغه غداران به په خپل تلپاتي ژوند [یعني آخرة ] کې دهمیشني عذاب سره مخ وي ،
اوهغه سپیڅلي خلګ چې په خپلو نیکواعمالو دتلپاتي ژوند اجر اونعمتونه غواړي [ اودالله تعالی ددين او دهغوئ ددښمنانو په وړاندي په خپل سر اومال سره مبارزه کوي ] نوهغوئ ته به خپله بدله ورکړه شې ، دهغوئ به هغه اجرونه روزي شې چې لوی خدای ج یې ورسره وعده کړي ،
دتفسیر خلص :
لوی خدای [ج ]خپلو بندګانوته دوې لاري وټاکلي : یوه یې هغه چې یواځې ددنیا وي ګټو اودنیاوي ژوندلپاره وي ، چې په حقیقت کې دادشیطان اودهغه دملګرو یعني کفارواومنافقینو لاره ده ،
اودوهمه یې : دآخرت یعني تلپاتي ژوند لاره ده ، چې دادالله تعالی ،دهغه دانبیاؤ دهغوئ دوارثانو اوسپیڅلومجاهدینولاره ده .
ددې آیة په پای کې لوی خدای جل جلاله فرمایې : چې زه به شاکرینو [یعني ددوهمي لاري سپیڅليولارویانوته ]پوره بدله ورکړم .
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0